هرات کې د دوو بندونو د جوړولو تړونونه لاسلیک شول

هرات کې د دوو بندونو د جوړولو تړونونه لاسلیک شول   بیارغونه او پراختیا
د هرات ولایت د دوو بندونو د جوړولو لاسلیک مراسم

دا د تذربید او واخل ذخیروي بندونه دي  چې تازه یې د سروې، ډېزاین او ودانیزو چارو هوکړې لاسلیک شوې.

 

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د دغو بندونو د جوړولو هوکړه یې د اسحاق سدیس په نوم ساختماني شرکت سره لاسلیک کړې ده.

 

د دې هوکړې له مخې به یاد شرکت د ذخیروي بندونو د سروې، ډیزاین او پلي کولو چارې پیل کړي.

 

یاد وزارت د دې بندونو په اړه نور معلومات نه دي خپاره کړي.

 

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت د اوبو مدیریت خپل لومړیتوب بولي او د همدې هدف لپاره یې په سلګونو وړونو بندونو سربېره د ګڼو سترو بندونو چارې پیل کړې، چې ځیني یې بشپړ شوې هم دي.

تړلي موضوعات