ترکمنستان له افغانستان څخه ۱۵۰ زره ټنه ګول سیخ پېري

ترکمنستان له افغانستان څخه ۱۵۰ زره ټنه ګول سیخ پېري سوداګرۍ او اقتصاد
افغانستان کې تولېدونکي ګول سیخ

د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې افغانستان د ګول سیخ تولید کې ځان بسیاینې ته رسېدلی او ترکمنستان ۲۰۲۵ کال کې ۱۵۰ زره ټنه ګول سیخ افغانستان څخه پېري. 

 

د یاد وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد ویلي، تېر کال افغانستان کې ۶۰ زره ټنه تولید شوی ګول سیخ پاکستان ته صادر شوی او روان کال ترکمنستان سره د ۱۵۰ زره ټنه ګول سیخ د صادرولو قرارداد لاسلیک شوی دی.

 

ښاغلي اخندزاده زیاته کړې، چې دا مهال شاوخوا ۴زره تنه ګول سیخ تولید فابریکو کې په کار مصروف دي.

 

د یادونې ده، چې تېرو درېیو کلونو کې د نورو برخو کې ترڅنګ د دې برخې ځان بسیاینې ته زیاته پاملرنه شوې او دغې سکټور کې میلیونونه ډالر پانګونه شوې ده.

تړلي موضوعات