د راستنېدونکو صنعت کارانو او سوداګرو لپاره امتیازونو طرزالعمل توشیح شو
د اسلامي امارت مشرتابه له لوري د بیرته راستنېدو پانګوالو، صنعتکارانو او سوداګرو لپاره د امتیازونو او اسانتیاوو د تنظیم طرزالعمل توشیح شوی دی.
د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت ویلي، دغه طرزالعمل په ۱ مقدمه، ۳ بابونو، ۴ فصلونو او ۲۰ مادو کې مظور شوی دی.
د دغه طرزالعمل موخه د راستنېدونکو پانګوالو، سوداګرو او صنعتکارانو لپاره د لازمو اسانتیاوو او امتیازونو برابرول او د افغانستان صنعتي کېدو په موخه له راستنېدونکو افغان صنعتکارانو، سوداګرو او پانګوالو سره همکاري ښودل شوې ده.
د اسلامي امارت مشرتابه له لوري دغه بیرته راستنېدونکو پانګوالو، سوداګرو او صنعتکارانو لپاره دغه طرزالعمل وروسته له هغې توشیح کېږي، چې تر دې وړاندې یې صنعتي پارکونو کې د صنعتکارانو لپاره ۱۶۰ زره ځمکه ځانګړې کړه او دا مهال یې د وېش چارې دوام لري.