اسلامي امارت د مولانا حامد الحق شهادت ستره ضایع بللې

اسلامي امارت د مولانا حامد الحق شهادت ستره ضایع بللې سیمه

د افغانستان اسلامي امارت په خیبر پښتونخوا اکوړه خټک سیمه کې د دارالعلوم حقانیې د مرستیال مهتمم مولانا حامد الحق حقاني شهادت د علمي ټولنې ستره ضایع بللې.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت ویلي، اسلامي امارت په نوموړي دغه برید په کلکو ټکو غندي.

بل پلو د پاکستان تحریک طالبانو هم دغه برید غندلی او زیاته کړې یې ده چې دغه ډول بریدونو د پاکستان استخباراتو سازمان له لوري ترسره کیږي چې موخه یې د دیني عالمانو د غږ چوپ کېدل دي.

بلخوا د سیاسي چارو شنونکي د دې چاودنې په غبرګون کې وايي، چې دا د پاکستاني څارګرو ادارو او داعشي خوارجو د هغه شوم پلان برخه ده چې غواړي په سېمه کې د اهل السنت و الجماعت ستر دیني او تعلیمي مراکز او شخصیتونه له منځه یووسي.

د یادونې ده، چې مولانا حامد الحق حقاني، د پاکستان جمعیت علماء اسلام مشر پرون د خیبر پښتونخوا په اکوړه خټک سیمه کې له څو تنو نورو لمونځ کونکو سره په یوه چاودنه کې په شهادت ورسېد.

تړلي موضوعات