د هند او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالي دوام؛ د دواړو لوریو پوځیانو په یو بل ډزې کړې

د هند او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالي دوام؛ د دواړو لوریو پوځیانو په یو بل ډزې کړې سیمه
د هند او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي زیاتېدل

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس ویلي، تېره شپه پاکستاني پوځیانو د کشمیر پر لانجمنه پوله په هندي پوستو ډزې کړې دي.

یاد اژانس د هند پوځ له قوله خبر ورکړی، چې ډزې لومړی پاکستاني لوري پیل کړې، چې وروسته د هند پوځ هم مناسب ځواب ورکړی.

په خبر کې د دواړو لوریو پوځیانو ترمنځ د ډزو تبادلې له کبله د مرګ ژوبلې اوښتو خبر نه دی ورکړل شوی.

بلخوا د جمعې په ورځ هم د دواړو لوریو د پوځیانو ترمنځ نښتې شوې دي.

یاده دې وي چې د هند او پاکستان ترمنځ وروسته له هغې کړکېچ زور واخېست، چې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې په یوه برید کې ۲۶ تنه سېلانیان ووژل شول او هند یې پړه پر پاکستان واچوله.

تړلي موضوعات