ایران کې د چاودنې ټپیانو شمېر ۵۶۱ تنو ته لوړ شو

ایران کې د چاودنې ټپیانو شمېر ۵۶۱ تنو ته لوړ شو سیمه
د ایران بندر عباس کې چاودنه

د ایران بندرعباس روغتیایي ادارې ویاند رسنیو ته ویلي، د نننۍ چاودنې ټپیانو شمېر ۵۶۱ تنو ته لوړ شوی دی.

ایراني چارواکو ویلي، چاودنه د دغه هېواد بندرعباس راجي بندر د سون توکو یوه زېرمه کې شوې. 

د ایران بندر عباس چارواکو راپور ورکړی، چې ښایي دغه چاودنه د یاد بندر دننه د شیمیایي موادو چاودنې له کبله شوې وي.

دغه چاودنه کې تر لسګونه کیلومټرو واټن پورې هم ودانیو ته زیان اوښتی دی.

تړلي موضوعات