د ایران بندر عباس درنه چاودنه؛ د ټپیانو شمېر ۷۰۰ او مړو شمېر ۱۸ ته پورته شوی

د ایران بندر عباس درنه چاودنه؛ د ټپیانو شمېر ۷۰۰ او مړو شمېر ۱۸ ته پورته شوی سیمه
د ایران بندر عباس کې د تېري ورځې چاودنه

رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی، چې د ایران تر ټولو ستر کانټینري بندر کې د تېرې ورځې درنې چاودنې له کبله شاوخوا ۱۸ تنه وژل شوي او له ۷۰۰ تنو زیات ټپیان دي.

ایراني چارواکو ویلي، د بندر فعالیتونه درېدلي او ښایي کانټینرونو کې د کیمیاوي موادو ناسمه ساتنه د چاودنې لامل وي.

ویل کیږي د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د چاودنې علت موندنې لپاره د کورنیو چارو وزیر د پېښې ځای ته استولی دی.

یاده دې وي چې تېره ورځ د ایران بندر عباس کې دا چاودنه دومره زوروره وه، چې څو کیلومټرۍ کې یې ښيښې ماتې کړې او غږ یې د قشم جزیزه کې هم اورېدل شوی دی.

تړلي موضوعات