ایا هند او پاکستان به له یو بل سره جګړه پیل کړي؟

ایا هند او پاکستان به له یو بل سره جګړه پیل کړي؟ سیمه
د هند او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي زیات شوی

د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې په ګرځندویانو تر خونړي برید وروسته د نوي ډيلي او اسلام اباد ترمنځ د تاوتریخوالي له زیاتېدو او جمو کشمیر کې د دواړو لوریو پوځیانو ترمنځ نښتو سره هم مهاله د هند هوایي او بحري ځواکونو تېره ورځ د نظامي مانور اجرا کولو سره خپل قدرت نندارې ته وړاندې کړ.

هند له پرمختللو رافال جیټ الوتکو او د لرې واټن ویشتونکو توغندیو او الوتکو لېږدونکو بېړیو په استفادې پاکستان ته خپل نظامي ځواکمنتیا ور ښودلې.

بلخوا پاکستاني چارواکو ګواښ کړی چې د هسته یې توغندیو زېرمې چې په ۱۳۰ توغندیو سمبال دي د هند هدف ګرځولو لپاره چمتو دی.

که څه هم د دې بحران د مخنیوي لپاره ډیپلوماټیکې هڅې دوام لري، خو کارپوهانو خبرداری ورکړی، چې هر ډول تاوتریخوالی به د دې دواړو اټومي طاقت لرونکو رقیبانو ترمنځ د پراخې جګړې لامل شي.

د هند او پاکستان ترمنځ دغه تاوتریخوالی داسې مهال اوج ته رسېږي، چې تېره اونۍ د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې یوه برید کې ۲۶سېلانیان ووژل شول، چې د هند حکومت یې پړه پر پاکستان ور واچوله.

تړلي موضوعات