د بندر عباس درنې چاودنې د مړو شمېر ۷۰ تنو ته ورسېد
ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د بندر عباس درنې چاودنې د مړو شمېر ۷۰ تنو ته لوړ شوی دی.
د یاد هېواد رسنیو د راپور له مخې د یادې چاودنې له کبله تر ۱۲۰۰تنه زیات ټپیان شوي او شاوخوا ۲۲تنه نور لادرکه دي.
دغه چاودنه دومره زوروره وه، چې له کبله یې ۲زره کانټینرونه تخریب شوي دي.
که څه هم تر اوسه د دې چاودنې دقیق علت نه دی په ډاګه شوی خو د پېښي د علت موندل او انساني مرستې لا هم دوام لري.
د ایران بندر عباس « شهید رجایي» بندر کې دغه زوروره چاودنه د روانې غویي میاشتې په شپږمه نېټه وشوه، چې څو کیلومټرۍ کې یې غږ اورېدل شوی او ودانیو ته زیان رسېدلی.