پر پاکستان د هند احتمالي برید؛ ایا جګړه پیلېدونکې ده؟

پر پاکستان د هند احتمالي برید؛ ایا جګړه پیلېدونکې ده؟ سیمه
انځور ارشیف

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاءالله تار ویلي، کره معلومات لري، چې هند پر پاکستان تر راتلونکو ۲۴ او یا ۳۶ ساعتونو کې د برید په پلان کار کوي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د پاکستان اطلاعاتو وزیر دغه څرګندونې نن چهارشنبه کړې دي د نوموړي په خبره، هند کشمیر کې په ګرځندویانو برید یوه بهانه ګڼلې او غواړي له دې لارې ځان په حقه وښيي.

نوموړي ویلي، هند ډيپلوماټیکو لارو څارلو پر ځای ظاهري پرېکړه نیولې او په ناسم مسیر قدم ږدي خو د هر ډول برید په صورت کې به له قاطع ځواب سره مخ شي، چې پایلې به یې د ټولې سیمې لپاره خطرناکې وي.

تر دې وړاندې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف هم ویلي و، چې هند به په پاکستان ژر برید وکړي.

په ورته مهال هند رسنیو ویلي، چې لومړي وزیر نریندرا مودي پوځ ته اجازه ورکړې، چې غچ اخیستلو کې بشپړ خپلواک دي.

د هند او پاکستان ترمنځ رامنځته شوی کړکېچ داسې مهال ورځ تر بلې ګواښوونکی کیږي، چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پر سېلانیانو برید کې ۲۶تنه ووژل شول او هند یې پړه پر پاکستان ور واچوله.

تړلي موضوعات