افغان وزیر: زموږ دریځ د امنیت او ثبات ملاتـړ دی؛ تمه ده هند او پاکستان سولییزه لار خپله کړي
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي الجزیرې تلوېزیون سره تازه مرکه کې ویلي، چې زموږ پالیسي څرګنده ده، موږ هر هغه پېښه غندو چې په پاکستان او هند کې ترسره کېږي او موږ دواړو لوریو ته ښکاره کړې، چې دريځ مو د امنیت او ثبات ملاتړ دی.
افغان وزیر تمه ښودلې چې هند او پاکستان رامنځته شوی کړکېچ په سولییز ډول حل کړي.
مولوي امیرخان متقي یاده مرکه کې همداراز ویلي، افغانستان نه غواړي چې د یو هېواد لپاره د بل پر ضد لاس یو کړي او نه غواړو افغانستان د نړېوالو قدرتونو ترمنځ د رقابت او جګړې میدان وي.
د یادونې وړ ده، چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پر سېلانیانو برید وروسته د هند او پاکستان اړیکې ورځ تر بلې جګړییز حالت پر لور روانې دي او هند ګواښ کړی، چې پاکستان دې د هند د غچ اخیستنې انتظار وکړي.