د بهرنیو چارو وزیر: افغانستان له ۴۵ کلونو وروسته نوي پړاو ته داخل شوی او دا واقعیتونه باید درک شي
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي له الجزیرې ټلوېزیون سره په خبرو کې کابل ته د امریکايي پلاوي سفر د دواړو هېوادونو د خپلمنځي اړېکو پیاوړتیا لپاره مهم یاد کړی.
بهرنیو چارو وزیر د افغانستان اوسنی وضعیت د تېرو ۴۵ کلونو په پرتله بې ساری بللی او په دې برخه کې یې له امریکا غوښتي، چې د افغانستان وضعیت په دقت او حقیقت پر بنسټ وڅېړي.
ښاغلي متقي، امنیت او مخدره موادو پر ضد د اسلامي امارت لاسته راوړنو ته په یادولو ویلي، دا هغه واقعیتونه دي چې باید درک شي.
د بهرنیو چارو وزیر افغانستان کې د تېرو درې کلونو پرمختګونو ته په اشارې له ټولو خواوو غوښتي، چې د پروپاګند تر اغېزې لاندې رانشي.
د افغان حکومت دغه لوړ پوړي چارواکي د سیمې له هېوادونو سره، په ځانګړې توګه له ګاونډیانو سره اړیکې ښې بللې او ویلي دي، چې د دغو هېوادونو سره د افغانستان اړیکې د پرمختګ په حال کې دي.
په ورته وخت کې، د بهرنیو چارو وزیر د روسیې له خوا د ممنوعه ډلو له نوملړ د اسلامي امارت نوم لرې کول په سیاسي ډګر کې یو مهم ګام بللی او زیاته کړې ده، چې د افغانستان جغرافیایي موقعیت ته په پام سره، روسیه کولی شي له دې فرصت ګټه پورته، څو مرکزي او جنوبي آسیا سره وصل کړي.