هندي رسنۍ: د پاکستان پوځ د جنګي تجهیزاتو له سخت کمښت سره مخ دي
د هند او پاکستان د کړکېچ په دوام ټایمز آف اینډیا په خپور شوي راپور کې ویلي، د پاکستان پوځ د توپخانې زېرمې نږدې صفر ته رسېدلې او ځواکونه د جنګي مهماتو له سخت کمښت سره مخ دي.
دې هندي رسنۍ زیاته کړې، چې پاکستان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تړلو دروازو تر شا د غونډې غوښتنه کړې، چې ټاکل شوې نن دوشنبه د یونان په رهبرۍ جوړه شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي و، چې دوی به په دې غونډه کې د هند وروستیو اقداماتو په اړه امنیت شورا ته راپور ورکړي.
یادې سرچینې دغه راپور داسې مهال ورکړی، چې پاکستان له هند سره د کړکېچونو سربیره، له جدي اقتصادي ستونزو او کورني سیاسي او امنیتي بحران سره لاس او ګریوان دی او د هرې ورځې په تېرېدو سره پاکستان کې د ملت او حکومت ترمنځ واټن زیاتیږي.