هند د افغانستان وچو مېوو لېږد لپاره په بدیلو لارو غور کوي
د هند مغز لرونکو او وچو مېوو شورا «NDFC-I» د دغه هېواد له مرکزي حکومته غوښتي، چې د افغانستان وچې مېوې لېږد لپاره هوايي دهلېز زمینه برابره کړي.
بزنس لاین رسنۍ د یاد بنسټ مشر گونجان جېن له قوله ویلي، هند له افغانستانه په زیاته کچه ممیز، انځر او داسې نورې وچې مېوې واردوي، چې په همدې موخه یې یاده غوښتنه مطرح شوې ده.
د نوموړي په خبره، د هند او پاکستان ترمنځ د لارو تړل کېدو له کبله یادو مېوو ته د هندي سوداګرو لاسرسی محدود شوی.
د هند او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی وروسته له هغه اوج ته ورسېد او پر یول بل یي بندیزونه وضع کړل، چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پر سېلانیانو برید له امله ۲۶ تنه ووژل شول، چې هند یې پړه پر پاکستان واچوله.