پاکستان د هند پر وړاندې خپل پوځي عملیات رسما پیل کړل
رویټرز خبري اژانس د پاکستاني چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې یاد هېواد نن شنبه د هند وروستیو توغندیزو بریدونو په غبرګون کې د هند شمال کې د څو پوځي اډو او توغندیو یوې ډيپو په نښه کولو سره خپل پوځي عملیات پیل کړل.
د پاکستان پوځ د چارواکو په خبره، د یاد هېواد ځواکونو د هند پنجاب ایالت او کشمیر ته څېرمه هوايي اډې هم په نښه کړې دي.
تر اوسه هند د پاکستان دې ادعاوو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.
له دې سره هم مهاله د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د پاکستان د «ملي قومندې ادارې» غونډه رابللې دغه اداره د اټومي وسلو کارولو یا نه کارولو پرېکړه کوي.
په ورته مهال د نړېوالې ټولنې جي اوه غړو هېوادونو له دواړو لوریو د زغم او مستقیمو خبرو اترو د پیل غوښتنه کړې.