هندي چارواکو د پاکستان وروستۍ ادعا مسخره وګڼله

هندي چارواکو د پاکستان وروستۍ ادعا مسخره وګڼله سیمه
انځور ارشیف

د هند بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویکرم میسري د پاکستاني چارواکو هغه ادعا په کلکه رد او مسخره وګڼله، چې ګواکې هند د پاکستان سربېره د افغانستان په خاوره هم د توغندیو برید کړی.

تر دې وړاندې د پاکستان پوځي چارواکو ادعا کړې، چې هند او پاکستان ترمنځ د تېرې شپې توغندیزو بریدونو کې هند د افغانستان خاوره هم په نښه کړې.

ښاغلي ویکرم د یوې ناستې پر مهال ویلي، افغانان اوس خپل دوست او دښمن ښه پېژني او دا ښکاره خبره ده، چې د افغانستان په خاوره څوک وخت ناوخت بریدونه کوي.

پاکستان داسې مهال دغه ادعا کړې، چې افغان حکومت د دواړو لوریو ترمنځ د تاوتریخوالي کمېدو لپاره په ډيپلوماټیکو هڅو ټینګار کړی او له دواړو خواوو یې د زغم غوښتنه کړې.

خو شنونکي بیا په دې باور دي، چې د پاکستان حکومت په روان کشاله کې هڅه کوي، چې د هند پر وړاندې عامه اذهان ګډوډ او د هند پر وړاندې جګړې ته د پښتنو پښه را وکاږي.

تړلي موضوعات