پاکستان هند سره له جګړې شاتګ وکړ؛ که هند بریدونه ودروي دوی به هم ځواب ورنه کړي

پاکستان هند سره له جګړې شاتګ وکړ؛ که هند بریدونه ودروي دوی به هم ځواب ورنه کړي سیمه
د هند او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي زیاتېدل

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار تازه هند ته وړاندیز کړی، که دوی بریدونه ودروي پاکستان به هم ځواب ور نه کړي.

اسحاق ډار هند ته د روان جنګي کړکېچ هواري په موخه د مخامخ دوه اړخیزې غونډې لپاره چمتووالی ښودلی.

اسحاق ډار داسې مهال دغه څرګندونې کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ بریدونه څلورمې ورځې ته غځېدلي.

هند او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی وروسته له هغې په مخامخ جګړې بدل شو، چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پر سیلانیانو برید کې ۲۶تنه ووژل شول، چې هند پاکستان دې برید کې په لاس لرلو تورن کړ.

یاده دې وي، چې د هند او پاکستان ترمنځ په یو بل د بریدونو له پیله تر دې مهال دواړه خواوې یو بل ته د درنو زیانونو اوښتلو خبره کوي او یو بل د جګړې پر غځولو تورنوي.

تړلي موضوعات