د امریکا په منځګړیتوب د هند او پاکستان ترمنځ بېړنی اوربند شوی

د امریکا په منځګړیتوب د هند او پاکستان ترمنځ بېړنی اوربند شوی سیمه
د امریکا په منځګړیتوب هند او پاکستان اوربند کړی

د هند او پاکستان ترمنځ تر څلورو ورځو مخامخ جګړې وروسته دواړو خواوو اوربند کړی.

له دې سره هم مهاله د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ هم دواړو خواوو ته د جګړې درېدو او اوربند مبارکي ورکړې.

ډونالډ ټرمپ په خپله خواله رسنۍ تروت سوشل لیکلي، د امریکا په منځګریتوب تر اوږدو خبرو وروسته هند او پاکستان په بشپړ او بېړني اوربند هوکړه کړې.

د جګړې دواړه خواوې داسې مهال اوربند کوي، چې تر دې وړاندې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وړاندیز کړی و، که هند بریدونه ودروي دوی به ځواب ورنه کړي.

نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د مستقیمو خبرو لپاره د چمتووالي وړاندیز هم کړی و.

د یادونې ده، چې د هند او پاکستان ترمنځ له څلورو ورځو جګړو دوام وروسته دواړو لوریو ته د زیاتو مالي او ځاني زیانونو اوښتلو خبرونه ورکړل شوي دي.

تړلي موضوعات