د هند لومړی وزیر: پاکستان د خپل نجات لپاره باید خپل ترهګریز بنسټونه له منځه یوسي

د هند لومړی وزیر: پاکستان د خپل نجات لپاره باید خپل ترهګریز بنسټونه له منځه یوسي سیمه
د هند لومړی وزیر نریندرا مودي

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د پاکستان او هند ترمنځ له جګړې وروسته په لومړۍ ټلوېزیوني وینا کې ویلي، که پاکستان غواړي نجات ومومي د نوموړي په خبره « باید ترهګریز بنسټونه » له منځه یوسي.

رویټرز خبري اژانس د نوموړي له قوله زیاته کړې، که چېرې له پاکستان سره خبرو ته کښېني دی به نړېوالې ټولنې ته ووايي، چې دده خبرې به یوازې پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر او دغه هېواد کې ترهګرې ډلې له منځه وړل وي.

اېن بي سي نیوز په خپل راپور کې د مودي په حواله ویلي، پرون یې د خبرو په مهال پاکستان ته خبرداری ورکړ، که پر هند نوي بریدونه وشي نو نوی ډیلي به بیا د پولې هاخوا د ترهګرو پټنځایونه په نښه کړي.

مودي د هند دریځ روښانه بللی او زیاته کړې ده، چې وژنې او خبرې اترې، ترهګري او سوداګري، وینې او اوبه بهېدل یو ځای نه شي کېدای.

د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ وروسته له هغې په مخامخ جګړې بدل شو، چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر پهلګام سیمه کې په ګرځندویانو وسلوال برید کې ۲۶ کسان ووژل شو.

په داسې حال کې چې له دغه برید وروسته نوي ډیلي ویلي و، چې د برید ملاتړ اسلام آباد کړی خو پاکستان دغه تور بیا رد کړی.

تړلي موضوعات