یو ځل بیا پاکستان ته ۳۵ مټریک ټنه خوسا شوي کچالو ور ګرځول شوي

یو ځل بیا پاکستان ته ۳۵ مټریک ټنه خوسا شوي کچالو ور ګرځول شوي سیمه

د ننګرهار ځايي مسؤلینو خبر ورکړی، چې تورخم کې ۳۵ مټریک ټنه خوسا شوي کچالو چې له پاکستانه هېواد ته واردېدل، له تشخیص وروسته بېرته پاکستان ته ور ګرځول شوي.

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسؤلین وايي، چې دا بې کیفیته کچالان د لوګر ـ پکتیا شرکت له لوري د پاکستان هېواد څخه راوړل شوي وو، چې خوشبختانه د کرنې ریاست مامورینو له لوري ژر تشخیص شول.

د ننګرهار کرنې ریاست له ټولو سوداګرو غوښتنه کړې، چې باکیفیته محصولات وارد کړي، ترڅو هېوادوال له روغتیایي او معیاري خوراکي توکو څخه استفاده وکړي.

د یادونې وړ ده، چې تورخم کې څو ورځې وړاندې هم ۱۳ لارۍ بې کیفیته کچالو پاکستان ته بېرته ورګرځول شوي وو.

تړلي موضوعات