امریکا د اټومي تړون لپاره ایران ته وړاندیز لېږلی

امریکا د اټومي تړون لپاره ایران ته وړاندیز لېږلی سیمه
انځور ارشیف

د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وايي، له خپل عماني سیال څخه یې د ایران اټومي تړون لپاره د امریکا وړاندیز ترلاسه کړی دی.

عراقچي په خپله اېکس پاڼه وايي، دغه وړاندیز یې له خپل عماني سیال څخه تهران کې ترلاسه کړی او زیاته کړې یي ده، چې دوی به د ایران خلکو د اصولو، ملي ګټو او حقونو سره سم په مناسب ډول ځواب ورکړي.

تر دې دمه د واشنګټن وړاندیز شرایط نه دي رسنیز شوي خو رویټرز خبري اژانس وايي، سپینې ماڼۍ هم ویلي، چې ایران ته لېږل شوی روښانه وړاندیز د تهران په ګټه دی او دوی دې ومني.

دغه وړاندیز د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي پروګرام موافقې ته د رسېدو لپاره د خبرو اترو له شپږم پړاو وړاندې شوی دی.

تر دې وړاندې سعودي عربستان ایران ته په خبرداري کې ویلي و، چې له امریکا سره د اټومي تړون مذاکراتو ځنډېدل به د اسرائیلو نظامي اقداماتو لامل شي.

امریکا چې له لسیزو راهیسې ایران په سیمه کې د نیابتي ډلو ټپلو په ملاتړ او اټومي وسلو په لرلو تورنوي له امله یې پرې ګڼو برخو کې بندیزونه لګولي خو اوس واشنګټن هڅه کوي پر تهران د بندیزونو لرې کېدو په بدل کې یوې اټومي هوکړې ته ورسیږي.

تړلي موضوعات