د ایران مذهبي مشر: د یورانیمو غني کول په امریکا پورې هیڅ تړاو نه لري

د ایران مذهبي مشر: د یورانیمو غني کول په امریکا پورې هیڅ تړاو نه لري سیمه
انځور ارشیف

د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌اي اټومي خبرو کې د امریکا وړاندیز سره سخت مخالفت کړی او د ایران خاوره کې یې د یورانیمو پر غني کولو تینګار کړی.

خامنه‌اي د عمان په منځګړي‌توب د امریکا له لوري وړاندیز د «موږ کولی شو» شعار ضد بللی.

د خامنه‌اي په خبره، د یوارنیمو غني کول د ایران اټومي پروګرام کلیدي مسئله ده او امریکا په‌کې د لاس‌وهنې حق نه لري.

نوموړي همداراز زیاته کړې، د ایران په اټومي پروګرام د امریکا فشار اصلي موخه دعلمي خپلواکۍ مخنیوی او په لوېدیځ پورې د ایران تړل دي.

دغه څرګندونې داسې مهال مطرح کیږي، چې د عمان په منځګړي‌توب د تهران او واشنګټن ترمنځ خبرې اترې دوام لري او لوېدیځو هېوادونو اټومي وسلو ته د ایران په نږدې کېدلو خپلې اندېښنې څرګندې کړې، خو ایران بیا ټینګار کړی، چې اټومي پروګرام یې سوله‌ییز دی.

تړلي موضوعات