هند کې یوه مسافر وړونکې الوتکه نسکوره شوې

هند کې یوه مسافر وړونکې الوتکه نسکوره شوې سیمه
هند کې نسکوره شوې مسافر وړونکې الوتکه

هندي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد له احمداباد ښاره د لندن په لور تلونکې د انډیا ایر هوایي شرکت یوه الوتکه د احمداباد هوایي ډګر ته څېرمه نسکوره شوې.

ایکانامیک ټایمز خبر ورکړی، چې دغې الوتکې ۲۴۲ تنه کسان لېږدول، چې تر نسکورېدو وروسته یې اور اخیستی.

تر اوسه د دې پېښي بشپړ جزیات نه دې ورکړل شوي، خو هندې چارواکو ویلي، د اور وژنې ټیمونه یې د اور مهارولو په موخه سیمې ته رسېدلي دي.

تړلي موضوعات