پر اسرائیلو د ایران بریدونو پیل؛ تل ابیب کې اهداف ویشتل شوي
اسرائیلي رسنیو خبر ورکړی، چې پر اسرائیلي ښارونو ( اشغالي فلسطین) د ایران بالستیک توغندیو بریدونه پیل شول.
اسرائیل هیوم رسنۍ ویلي، چې اشغالي فلسطین کې تر دې دمه ۷ اسرائیلي اهداف په نښه شوي دي.
اسرائیلي رسنیو ویلي، چې ایران د لسګونو بالستیک توغندیو پر مټ دا بریدونه کړی دي.
تازه خپرو شویو انځورونو کې ښکاري چې اسرائیلو پلازمېنه تل ابیب کې له نښه شويو اهدافو لوګي پورته کېږي او اور پرې بلېږي.
نور جزیات وروسته... حریت ټولنیزو رسنیو پاڼې څارئ.