د ایران ـ اسرائیلو جګړې یوه بله احتمالي خونړۍ شپه؛ « هېڅکله به یې هېره نه کړئ »

د ایران ـ اسرائیلو جګړې یوه بله احتمالي خونړۍ شپه؛ « هېڅکله به یې هېره نه کړئ » نړۍ

د ایران او اسرائیلو ترمنځ جګړه یوه خونړي او ویجاړونکي پړاو ته داخله شوې ده؛ دواړو لوريو پر یو بل بریدونو ته زور ورکړی او مهم او ستراتيژیک اهداف سره په نښه کوي.

نن شپه د چارو څاروونکي د دې جګړې احتمالي خونړۍ شپه ګڼي، دوی وايي امکان شته دواړه لوري درانه بریدونه وکړي.
ایراني رسنیو نن شپې په اړه رمزي جملې لیکلې دي، په ډاګه کوي، چې ایران د یو لوی برید نېت لري. ایراني رسنیو اسرائیلو ته په کنایې ویلي، « دا به ستاسو لپاره یوه سره شپه وي… هېڅکله به یې هېره نه کړئ.»

بل لورته اسرائیلي رسنیو د خپلو نظامي سرچینو له قوله ویلي، چې د ایران توغندیز برید ژر تر ژره ممکن دی.
همداراز د امریکا مرکزي قومندانۍ یا سنټکام ویلي، چې ایران کې ستر تحرکات لیدل شوي دي.

له ایران ور هاخوا اسرائیلي رسنیو ویلي، چې ګڼې اسرائيلي جنګي الوتکې د ایران پر لوري الوتلې دي. د نن ورځې تر ناوخته هم پر ایران د اسرائیلي الوتکو بریدونو دوام درلود، داسې ښکاري چې د شپنیو بریدونو پلان هم لري.

ایراني چارواکو ویلي، که اسرائیل بریدونو ته دوام ورکړي، د ایران غبرګون به د تېرې شپې له بریدونو ډېر توند او پراخ وي.

یاده دې وي، چې تېره شپه ایران د اسرائیلو بریدونو غچ کې پر تل ابیب او اسرائیلي نورو ښارونو پراخ د بالستیک توغندیو بریدونه وکړل چې اسرائیلو ته یې ډېر مالي او ځاني زیانونه واړول.

تړلي موضوعات