د ایران د توغندیزو بریدونو زور؛ اسرائیلو کې رواني ستونزې ۳۵۰ سلنه ډېرې شوې
د اسرائيلو يوې ورځپاڼې «معاريف» خبر ورکړی، چې په اسرائيلو د ايران د ځوابي توغندیزو بريدونو له پيلېدو وروسته د هغو کسانو شمېر کې ۳۵۰ سلنه ډېروالی راغلی، چې د رواني ستونزو له امله يې ځانګړو روغتيايي مرکزونو سره يا اړيکه نيولې او يا ورغلي دي.
ورځپاڼې زياته کړې ده، چې په تېرو ورځو کې د جګړو او تاوتريخوالي له پېښو د رامنځته شويو صدمو د درملنې له «نتال» مرکز سره د هغو اسرائيلي وګړو سلنه ۳۵۰ سلنه ډېره شوې ده، چې د دې مرکز د مرستې شمېرو سره يې اړيکې نيولې دي.
ورځپاڼې د نتال ټولنې د عمومي مديرې ايوريټ شيورټ له خولې خبر ورکړی دی چې: «موږ د هېواد له ټولو سيمو د هغو هېوادوالو ټلیفونونه ځواب کړي دي، چې د روانې جګړې له امله له ذهني فشار، اندېښنو، لړزې، ژړا او د زړه له چټک ضربان سره مخ شوي دي».
شيورټ زياته کړې ده چې «اسرائیلي وګړو د خپل روان د کنټرول له لاسه ورکولو او د پټنځايونو له پرېښودو د وېرې په اړه خبرې کړې دي او د کوچنيانو د کرارولو اړوند يې مرسته غوښتې ده. هغوی دغه راز ويلي چې نه شي کولی د خبرونو له تعقيبه ځان وساتو».
دا په داسې حال کې ده چې اسرائيلو د جمعې د ورځې په سهار په ناڅاپي ډول د ايران د خاورې دننه لسګونه هدفونه په نښه کړل او مخکې له دې چې ايران ځوابي بريد پيل کړي، اسرائيلي حکومت خپلو اتباعو ته پټنځايونو کې د پټېدو اوامر ورکړل.
هېره دې نه وي چې تېره ورځ اسرائيلو کې د امريکا سفير هم رسنيو سره خبرو کې وويل چې نن پنځه ځله اړ شوم چې د ځمکې لاندې پټنځايونو ته پناه يوسم او دا يې د خپل ژوند يوه سخته بده ورځ وبلله.