حماس جهادي غورځنګ: د صهیونیسټي رژیم ادارې پر وړاندې وروستۍ بریا ترلاسه کولو ته نږدې یو
د فلسطین حماس جهادي غورځنګ د ایران او اسرائیلو ترمنځ د ایران له رهبرۍ او خلکو خپل ملاتړ اعلان کړی.
د حماس القسام لوا په خپره کړې خبرپاڼه کې د اشغالګر رژیم پر وړاندې د ایران بریدونه ستایلي او د ایراني چارواکو په وژل کېدو یې خواشیني څرګنده کړې.
القسام زیاته کړې، د صهیونیستي ادارې پر وړاندې وروستۍ بریا تر لاسه کولو ته نږدې شوي دي.
دوی د ایران وسله والو ځواکونو د هغې سترې بریا ستاینه هم کړې، چې د اشغالګرو وجود بنسټونه یې ولړزول.
د ایران او اشغالګر رژیم ترمنځ پر یوبل بریدونه څلورمې ورځې ته هم وغځېدل، چې دې موده کې دواړه لوریو ته درانه زیانونه اوښتي.