د کډوالو چارو وزیر: د کډوالو موضوع باید د دواړو ملتونو ترمنځ د اړیکو خرابېدو لامل نه شي
د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر کابل کې د ایران سفیر علیرضا بېګدلي سره کتنه کې ایران کې د افغانانو پر وضعیت او له هغه هېواده د راستنېدونکو افغانانو د پيل شوې جوپې په اړه خبرې کړې.
کډوالو چارو وزارت ويلي، افغان وزیر له ایرانه د افغان کډوالو په خوښه راستنېدل، د دوی غوښتنو ته پر وخت رسېدنه، هغه څه ګڼلي، چې ورته نه پاملرنه به د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېز وکړي.
ایراني لوري بیا د افغانانو شکایتونو ته د رسېدنې کمېټې د کار پیل، د افغانانو پر ویزو د جریمو معافیت او د توکو پر لېږد د ګمرکي تعرفو لغوه کول افغان لوري ته د ځواب په توګه وړاندې کړي.
بېګدلي ویلي، د اسلامي امارت سفارت او ایراني لوري لخوا د یوې طرحې له مخې به افغانان خپلو پيسو ته لاسرسی پیدا کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې هېواد ته بیرته راستنېدونکي افغانان له ایراني لوري ناخوښه دي او وایي د دوی شتمنۍ یې ترې ګرځولې دي.