مولوي حنفي: هغه پانګوال چې فابریکې افغانستان ته رالېږدوي ګڼې اسانتیاوې په پام کې ورته نیول شوې
د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ په کنفرانس کې چې د کابل ولایت مقام او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په ګډه جوړ کړی و ګډون او وینا وکړه.
مولوي عبدالسلام حنفي وویل، چې د افغانستان اسلامي امارت د خصوصي سکتور د پیاوړتیا او ملاتړ لپاره هیڅ راز هڅې نه درېغوي، دغه راز له سوداګرو او پانګوالو هم توقع لري هر هغه څه چې د دوی په توان کې دي د هېواد د اقتصادي پراختیا او فرصتونو د ایجاد لپاره دې وکاروي.
نوموړي زیاته کړې، چې هغو سوداګرو ته چې خپلې فابریکې او شرکتونه یې افغانستان ته را لېږدولي او یو شمېر وطنوالو ته کاري زمینه برابروي، په صنعتي پارکونو کې ځمکې وېشل شوې او زیات شمېر اسانتیاوې هم ورته په پام کې نیول شوې دي.
اداري مرستیال همداراز وویل، چې د اسلامي امارت له لوري د سوداګرۍ او پانګونې او خصوصي سکتور د پیاوړتیا په برخه کې زیاتې اسانتیاوې په پام کې نیول شوې او هڅه کوو د سوداګرو او پانګوالو لپاره دغه اسانتیاوې لا زیاتې شي.
د یادونې وړ ده، چې تېرو نږدې څلورو کلونو کې د پانګوالو ګڼې ستونزې حل شوې دي او خصوصي سکټور ته ځانګړې پاملرنه شوې چې دوی یې تود هرکلی کوي.