افغان پلاوي پاکستاني چارواکو سره د تعرفو پر کمښت خبرې کړې
د صنعت او سوداګرۍ مرستیال په مشرۍ افغان پلاوي پاکستان ته په رسمي سفر کې د یاد هېواد چارواکو سره په مهمو سوداګریزو موضوعاتو خبرې کړې.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، دواړو لوریو د سوداګریز اړیکو په پیاوړتیا، همکاریو پراختیا، ټرانزیټي اسانتیاوو برابرولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ مسیر کې د پرتو ستونزو په حل لارو بحثونه کړي.
د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي، دې کتنه کې د کابل او اسلام اباد چارواکو په یو شمېر صادراتي توکو د تعرفو پر کمښت هم نظرونه تبادله کړي او دې برخه کې هیله مندي هم ښودل شوې ده.
د کابل او اسلام اباد چارواکو داسې مهال سره کتلي، چې وروستیو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اسلام اباد له لوري د ځینو خنډونو له کبله سوداګریزې اړیکې پیکه شوې دي.