بلخ کې د يخ اته تولیدي کارخونې وتړل شوې

بلخ کې د يخ اته تولیدي کارخونې وتړل شوې افغانستان

د مزارشريف ښاروالۍ مسؤلین خبر ورکوي، چې د ښاروالۍ له لوري د ورکړل شوو نرخ پاڼو څخه د سرغړونې په تور یې اته د یخ تولیدي فابريکې تړلې دي.

د یادې ښاروالۍ مسؤلین وايي، چې د مزار ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم کارکوونکو له لوري د یخ تولیدي کارخونو څخه د څارنې پر مهال دا کارخونې تړل شوې.

د مسؤلینو په خبره، چې څو ځله د یادو فابريکو مسؤلینو ته د مارکېټونو تنظيم او پراختیا امریت له لوري د وېشل شوې نرخ پاڼې تطبیق په اړه لازمې توصيې شوې وې خو د بیا ځلې سرغړونې پر مهال یې کارخونې تر یوې مودې مهرلاک شوې.

د یادونې وړ ده، چې د هېواد ښاروالۍ ښارونو کې د خوراکي او غیري خوراکي توکو بیو کنټرول په موخه وخت په وخت نرخ پاڼې وېشي او هټۍ وال پرې مکلف ګڼي.

تړلي موضوعات