صنعت او سوداګرۍ وزارت: د افغانستان سوداګري څه باندې ۱۰۰ هېوادونو ته پراخه شوې
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي، دا مهال هېواد کې ۶زره ۵۰۰ تولیدي فابریکې فعالیت کوي، چې ۵۷۲ قلمه توکي تولیدوي.
ښاغلي عزیزي د حکومتي ادارو د لاسته راوړنو پروګرام کې ویلي، افغانستان تر ۱۰۰ زیاتو توکو کې ځان بسیاینې ته رسېدلی.
نوموړي ویلي، د افغانستان سوداګري څه باندې ۱۰۰ هېوادونو ته پراخه شوې، چې ټولیز حجم یې ۱۳میلیارد ډالرو ته رسیږي، چې تېر کال د افغانستان له مسیر څخه ۸ میلیونه ټنه توکي ټرانزیټ شوي دي.
عزیزي همداراز زیاته کړې، افغانستان ته د پانګوالو پام زیات شوی، چې تېر یوه کال کې تر ۲ زره زیات پانګوال افغانستان ته راغلي.
د یادونې ده، چې دا مهال ټول هېواد کې د صنعتکارانو له لپاره د حکومت له لوري ۸۰ زره جریبه ځمکه وېشل شوې، چې دې چارې افغانستان ته د پانګوالو پام ور اړولی.