اقتصاد وزارت: د ۳۷.۸ میلیونه ډالرو په لګښت ۲۰۱ پروژې پلي شوې دي

اقتصاد وزارت: د ۳۷.۸ میلیونه ډالرو په لګښت ۲۰۱ پروژې پلي شوې دي سوداګرۍ او اقتصاد
اقتصاد وزارت مسئولینو د خپلو لاسته راوړنو راپور وړاندې کولو پر مهال ویلي

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري د دولتي ادارو لاسته راوړنو راپور وړاندې کولو پر مهال ویلي، د کډوالو چارو وزارت، کورنیو او بهرنیو مؤسسو په مرسته یې د ۳۷.۸ میلیونه ډالرو په ارزښت ۲۰۱ پروژې پلي کړې دي.

ښاغلي نظري ویلي، د ارزونې عالي کمېسیون تر تصویب وروسته ۱۴۰کورنیو او ۶ بهرنیو مؤسسو د فعالیت جواز ترلاسه کړی، چې دې سره هېواد کې د فعالو غیر دولتي مؤسسو شمېر ۲۶۴۰ ته رسیږي.

نوموړي زیاته کړې، د کاري چټکتیا، روڼتیا او د پروژو عملي کولو لپاره یې ځانګړی ډیجیټلي سیسټم رامنځ ته کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې یاد وزارت د کورنیو او بهرنیو مؤسسو له مسئولینو غوښتي و، چې افغانستان کې دې خپلې پروژې د بشري مرستو پر ځای پراختیایي برخې ته ځانګړې کړي.

تړلي موضوعات