د هېواد اداري تشکیل کې ۳۰ نوې ولسوالۍ ور اضافه شوې
د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استملاک او بیا مېشتېدنې عمومي رئیس عبدالعلي عمري ویلي، د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان په اساس د اداري واحدونو تشکیل کې ۳۰ نوې ولسوالۍ اضافه شوې دي.
ښاغلي عمري د دولتي ادارو لاسته راوړنو تشریح پروګرام کې ویلي، دغه ولسوالۍ بدخشان، لغمان، بادغیس، فاریاب، بلخ، کندهار، نورستان او څو نور ولایتونو کې تازه منظورې شوې دي.
نوموړي زیاته کړې یادې ولسوالۍ د اړوند پلاوي تر څېړنو وروسته د اداري واحدونو نقشه کې ور زیاتې شوې هم دي.