ملاعبدالغني برادر اخوند: اسلامي امارت بهرنیو هېوادونو ته د بشري قوي د لیږد لپاره چمتو دی
د اسلامي امارت ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي، هېواد کې د بېکارۍ کچې کمولو په موخه هڅه کوي، څو بهرنیو هېوادونو سره د انساني قوې برخه کې مرسته وکړي.
ښاغلي برادر دا څرګندونې نن بهرنیو هېوادونو ته په قانوني توګه د افغان کارګرو د لېږد هوکړې مراسمو کې وکړې.
ملاعبدالغني برادر ویلي، افغانانو تل خپله ژمنتیا، ریښتینولي او په کار کې اخلاص ثابت کړی او د نړۍ په لر او بر کې یې شاړې دښتې ابادې کړې دي.
نوموړي ویلي، نورو هېوادونو ته یې هم د افغان کارګرو د قانوني لېږد هڅې پیل کړې دي.
په ورته مهال د کار او ټولنیزو چارو وزیر ویلي، ژمن دي، چې د افغان کارګرو حقوق خوندي او د باعزته کار زمینه ورته برابره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې نږدې وخت کې به قطر ته ۲ زره افغان کارګر واستول شي، چې هلته به د خپل مسلک له مخې کار کوي.