غزني کې د ترافیکي پېښې له امله ۳۷ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته
غزني کې نن له غرمې وروسته یو مساپر وړوونکي بس له ټانکر سره ټکر کړی چې ۳۷ کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
غزني کې د حریت خبریال د امنیه قوماندانۍ له قوله وايي، دا پېښه د کابل کندهار پر لویه لار د غزني قرباغ ولسوالۍ اړوند عسکر کوټ سیمه کې شوې ده.
د سرچېنې د مالوماتو له مخې پېښه کې ۶ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۳۱ نور ټپیان دي.
د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي ښودل شوې ده.
د یادولو ده چې د کابل کندهار پر لویه لار د غزنې مربوطاتو کې وړاندې تر دې هم زړه بوږنوونکي پېښې شوي چې ان له سلو زیاتو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.