هلمند کې د ګله بید خاورین بند د جوړولو چارې بشپرې شوې

هلمند کې د ګله بید خاورین بند د جوړولو چارې بشپرې شوې بیارغونه او پراختیا
د هلمند ولایت ګله بید خاورین بند

د ګله بید خاورین بند پر جوړولو شاوخوا ۲۰ میلیونه افغانیو لګښت راغلی دی.

د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، دغه بند چې واشیر ولسوالۍ کې موقعیت لري ۲۳۰ متره اوږدوالی او ۱۲ متره لوړوالی سره د سېلابي اوبو مهارولو او ځمکې لاندې اوبو تغذیې په موخه جوړ شوی.

یاد بند چې د یو میلیون متر مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا هم لري د جوړونې چارې یې د ملګرو ملتونو نړۍ‌وال پراختیایي پروګرام په مالي لګښت پر مخ وړل کېدلې.

د یادونې ده، د اسلامي امارت له لوري هېواد کې د ځمکې لاندې اوبو تغذیې، وچکالیو مخنیوي او سېلابونو اوبو مهار په موخه سلګونه واړه بندونه ډیزاین شوي، چې له دې ډلې یې ګڼ شمېر بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي.

تړلي موضوعات