د کابینې غونډه؛ د ځمکې لاندې اوبو د ښه مدیریت په اړه بحث شوی
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت د کابینې له تازه غونډې خبر ورکړی دی؛ نوموړي ویلي، چې د کابینې په دې غونډه کې د ځمکې لاندې اوبو د ښه مدیریت او خلکو ته د سالمو اوبو رسولو په اړه بحث شوی.
مرستیال ویاند زیاته کړې، د افغانستان اسلامي امارت د کابینې درېیمه غونډه د رئیس الوزراء ملا محمدحسن اخند په مشرۍ نن ترسره شوه، چې د هېواد په مهمو اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي مسائلو په کې بحث او پرېکړې وشوې.
د نوموړي په خبره، چې غونډه کې د هېواد په ټولو سیمو کې د ځمکې لاندې اوبو د ښه مدیریت او خلکو ته د سالمو اوبو رسولو په اړه اړوندو ادارو ته لارښوونه وشوه چې په دوامداره توګه متوجه شي او په دې برخه کې اقدامات وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د ځمکې لاندې اوبو مدیریت او ولس ته د سالمو اوبو رسول د اسلامي امارت له لومړیتوبونو دي، چې دې برخه کې یې ګڼې پروژې پلي کړې دي.