خوست ولایت کې یو ډاکټر له انسان تښتوونکو ژغورل شوی
د خوست ځايي مسؤلینو خبر ورکړی، چې د دې ولایت ببرک تاڼې اړوند خاني غريزه سيمه کې امنیتي ځواکونو د انسان تښتوونکو څخه د غورځنګ په نوم ډاکټر ژغورلی دی.
د خوست ولایت مقام ویاند مستغفر ګربز وايي، چې یاد ډاکټر درې ورځې وړاندې د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار څخه تښتول شوی و او له کورنۍ یې د خلاصون په بدل کې د ۷۰۰ زره امریکایي ډالرو غوښتنه کوله.
ښاغلی ګربز وايي، چې دې عملياتو کې څلور تنه اختطافګر هم د خوست استخباراتو رياست ځواکونو نيولي او يو فولډر ډوله موټر او يو ميل توپانچه هم ترې ترلاسه شوي.
د یادونې وړ ده، چې د انسان تښتوونکو پر وړاندې د اسلامي امارت مبارزه ډېر پرېکنده او جدي ده او تل یې د انسان تښتونې هڅې شنډې کړې دي.