له پاکستان را قاچاق کېدونکې ۶۰۰ پاکټه نشه يي ګولۍ نیول شوې

له پاکستان را قاچاق کېدونکې ۶۰۰ پاکټه نشه يي ګولۍ نیول شوې افغانستان

د سرحدي پولیسو لوی ریاست ویاند خبر ورکړی، چې تورخم ځمکني بندر کې د کشفي راپور او چټک اقدام له لارې ۶۰۰ پاکټه ( شاوخوا ۶ زره قرصه) ممنوعه نشه يي ټابلیټونو (پریګابلین) د قاچاق مخه نیول شوې ده.

د سرحدي پولیسو ویاند عابدالله فاروقي وايي، چې یادې نشه يي ګولۍ له پاکستان څخه افغانستان ته د لېږد په حال کې وې، چې د سرحدي پولیسو د ځیرکتیا او هوښیارۍ له امله ونیول شوې.

د یادونې وړ ده، چې پر فرضي کرښه پرتو بندرونو کې وخت نا وخت هغه بېلابېل نشه يي توکي نیول کیږي، چې له پاکستانه یې افغانستان ته د قاچاق ناکامه هڅه کیږي.

تړلي موضوعات