رسنۍ دې د اقلیمي بدلون له کبله اوښتي زیانونه مستند کړي

رسنۍ دې د اقلیمي بدلون له کبله اوښتي زیانونه مستند کړي افغانستان
د رنسیو له استازو سره د جاپېریال ساتنې ملي ادارې رهبري د همغږۍ ناسته کړې

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رئیس مولوي مطیع الحق خالص د رسنیو استازو سره د همغږۍ ناسته کې ویلي، افغانستان د اقلیمي بدلون له کبله سختو زیانونو سره مخ دی.

مطیع الحق خالص وچکالي، د اوبو سرچېنو کمښت، د ځمکو کښت وړتیا له منځه تلل، ناڅاپي سېلابونه او د خوراکي توکو د امنیت ګواښونه هغه ستونزې یادې کړې، چې د خلکو پر ژوند او اقتصاد یې بدې اغېزې کړي.

ښاغلي خالص ویلي، د اقلیمي بدلون برخه کې د افغانستان ونډه په نشت حساب ده، خو تر ټولو زیات زیان بیا افغانان ګالي.

خالص له رسنیو غوښتي، چې د اقلیمي بدلون له کبله افغانستان ته د اوښتو زیانونو په اړه په حقایقو ولاړ راپورونه چمتو او له دې لارې نړیوالو ته د افغانانو غږ ورسوي.

نوموړي د اقلیمي بدلون ناوړه اغېزو سره د مبارزې او د چاپېریال خوندیتوب لپاره عامه پوهاوي برخه کې د رسنیو پر همکارۍ هم ټینګار کړی.

بلخوا د رسینو مسئولینو یاده برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی.

تړلي موضوعات