د غلو هغه بانډ ونیول شو چې تر ۱۰۰ ډېر موټر یې غلا کړي
د کابل امنیه قومنداني وايي، د ۱۵مې حوزې پولیسو د غلو یو لوی بانډ نیولی دی، چې په بېلابېلو ولایتونو کې یې تر ۱۰۰ ډېر موټرونه غلا کړي دي.
د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، په دغه بانډ کې نه یوازې د موټرو اصلي غله، بلکې هغه همکاران هم شامل دي چې غلا شوو موټرونو ته یې جعلي شاسي نمبرونه او رنګونه بدلول.
نوموړي په اېکس پاڼه لیکلي، د نیول شوو کسانو سره شاوخوا ۳۰ موټرونه، د موټرو اسناد، شاسي نمبرونه او ځینې نور توکي هم نیول شوي دي.
یاده دې وي، چې په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې امنیتي ځواکونه د غلو په وړاندې کلکه مبارزه کړې، چې عام خلک یې د یو با مسؤلیته حکومت له کړنو بولي.