کاپیسا کې د اوو پروژو چارې پیل شوې
د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې په کاپیسا ولایت کې د نږدې ۱۲میلیونه افغانیو په ارزښت د اوو پروژو عملي چارې پیل شوې دي.
یاد وزارت ویلي، چې په دغو پروژو کې د ۵۶۰متره استنادي دېوالونو، د سیند څنډو تحکیمات، سربند او کانال جوړول شامل دي، چې شپږ یې د تګاب او یوه یې په نجراب ولسوالۍ کې پلي کیږي.
د اوبو او انرژۍ وزارت همداراز ویلي، چې په دې سره به کرنیزې ځمکې او استوګنیز کورونه د سېلابونو له ګواښ خوندي او د اوبو سرچینو د مدیریت په برخه کې به بنسټیز رول ولوبوي.
د سرچینې په خبره، چې یادې پروژې د UNDP په مالي لګښت پرمخ وړل کیږي، چې چارې به یې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
د یادونې وړ ده، چې حکومت وروستیو کې د کرنیزو ځمکو او استوګنیزو کورونو خوندیتوب لپاره ګڼې پروژې پلي کړې دي، چې ګڼې یې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې او د ځینو چارې لا هم روانې دي.