څو ولایتونو کې ۱۳ نوي مخابراتي سایټونه جوړېږي
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت خبر ورکړی، چې د هېواد د ۱۱ ولایتونو په ۱۳ ولسوالیو کې ۱۳ نوي مخابراتي سایټونه جوړېږي.
د یاد وزارت ویاند عنایت الله الکوزي په خپله اېکس پاڼه لیکلي، دا سایټونه د ۱۰۲ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړېږي او تړون یې نن له اتصالات، افغان ټلیکام، اټوما او افغان بیسیم شرکتونو سره لاسلیک شو.
نوموړي زیاته کړې، چې یاد نوي سایټونه په بلخ، ننګرهار، فاریاب، بدخشان، بامیان، پکتیا، کندهار او میدان وردګ ولایتونو کې برابرېږي.
بلخوا د اټر ادارې رئیس سید برات شاه آغا ندیم ویلي، چې د هېواد ټولو برخو ته د مخابراتي چوپړتیاوو رسولو ته ژمن دي.
د یادونې ده، چې په هېواد کې د مخابراتي خدماتو د پراختیا لپاره په ټولو لرو پرتو سیمو کې ۵۳۰ سایټونه په نظر کې نیول شوي، چې ډېری یې جوړ او ګټې اخیستنې سپارل شوي.