هند ته د امریکا خبرداری، ایران سره سوداګریزه راکړه ورکړه مو له بندبزونو سره مخ کولی شي

هند ته د امریکا خبرداری، ایران سره سوداګریزه راکړه ورکړه مو له بندبزونو سره مخ کولی شي سیمه
نو دوی به پرې اقتصادي بندیزونه ولګوي

له پوځي او سیاسي نفوذ وروسته  په سیمه د امریکا د اقتصادي جال غوړولو هڅه په خپل ډول کې نوې ده.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت هند ته خبرداری ورکړی، که ایران سره یې سوداګرېزه راکړه ورکړه بنده نه کړه، نو دوی به پرې اقتصادي بندیزونه ولګوي.

امریکا وروسته له هغې پر هند د اقتصادي بندېزونو لګولوګواښ وکړ چې نوي ډیلي، تېره ورځ د مۍ په ١٣ مه د  ایران چابهار بندر د پراختیا لپاره، تهران سره د ٣٧٠ میلیونه ډالرو په لګښت لس کلن تړون لاسلیک کړ. 

وړاندې تر دې امریکا د پاکستان او ایران ترمنځ  د سوداګرېزې پراختیا له کبله پر اسلام اباد د ورته اقتصادي بندیزونو د لګولو ګواښ کړی و.

هند تر اوسه د امریکا خبرداري ته کوم غبرګون نه دی ښودلی خو پاکستان بیا ویلي، د ایران د ګازو نل لېکې تېرولو لپاره د نورو هېوادونو خبرداریو ته غوږ نه نیسي.

په ټوله کې باور دادی چې امریکا پر نړۍ د خپل راج او واک  چلولو لپاره غواړي نور هېوادونه په محرومیت کې وساتي او هر ډول سیاسي، نظامي او اقتصادي ازادي یې ور سلب کړي.

تړلي موضوعات