هیڅ ډلې او فرد ته د نورو پر وړاندې د افغانستان د خاورې کارولو اجازه نه ورکوي
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي له مرستيال مارکوس پوتزل سره کتنه کې ویلي، چې اسلامي امارت د نشه يي توکو کر، قاچاق، استعمال او سوداګرۍ پر مخنيوي سربېره د اداري فساد په لمنځه وړلو، له ګاونډيو هېوادونو د اخراج شويو له يو نيم ميليون د زياتو کډوالو مدیریت او د کرنې او پراختيا لپاره اقدامات کړي.
اداري مرستیال یو ځل بیا په دې کتنه کې ویلي، چې د ا.ا.ا هېڅ فرد يا ډلې ته اجازه نه ورکوي د نورو هېوادونو د امنيت پر وړاندې له افغان خاورې استفاده وکړي او له ټولو ګاونډيو، د سيمې او له سيمې هاخوا هېوادونو سره د غوره اړيکو غوښتنه کوي.
په ورته مهال په دې کتنه کې مارکوس پوتزل د وروستيو سېلابونو له زيانمنو او له ګاونډيو هېوادونو له اخراج شویو کډوالو سره د دې سازمان د مرستو د دوام ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې يوازې بشري مرستې کافي نه دي، بلکې بايد اساسي کارونه ترسره شي.
نوموړي د نشه يي توکو د کر، قاچاق، استعمال او سوداګرۍ د مخنيوي په برخه کې د افغانستان اسلامي امارت د قاطع اقداماتو يادونې تر څنګ هیله ښودلې، چې نړيوالو ته د افغانستان په اړه جامع او صحيح معلومات ورسول شي.