ایران؛ اسرائیلو ته ځواب ورکولو چمتووالی لرو
ایران کې پر یو شمېر پوځي اهدافو د اسرائیلو تر برید وروسته تسنیم خبري اژانس د خپلو سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې ایران اسرائیلو ته ځواب ورکولو ته چمتو دی.
بلخوا اشغالګر اسرائیلو پوځ ویاند دانیل هاګاری پر ایران تر برید وروسته ګواښ کړی، چې په هغه صورت کې چې ایران کومه «خطا» وکړي او تاوتریخوالی زیات کړی اسرائیل به ورته ځواب ورکړي.
تر دې بریدونو وروسته ایران او عراق خپل هوایي حریمونه د هر ډول پر وازونو پر وړاندې تړلي دي.
دغه څرګندونې وروسته له هغې مطرح کېږي، چې نن سهار ایراني رسنیو پر څو پوځي اډو د اسرائیلو له بریدونو خبر ورکړ.