د پاکستان پولې ته نږدې د ایران پوځي چورلکه غورځېدلې
ایراني رسنیو ویلي، د ایران انقلابي ګارډ دا چورلکه نن دوشنبه نسکوره شوې، چې پېښه کې د دې ګارډ یوه لوړ پوړي قومندان هم ژوند له لاسه ورکړی.
د ایران ایرنا خبري اژانس خبر له مخې، دا چورلکه د پاکستان پولې ته نږدې د سیستان او بلوچستان ولایت کې راغورځېدلې چې دوه تنه په کې مړه شوي دي.
یاد اژانس زیاتوي، چې دا پېښه نن رامنځته شوې او چورلکه کې دوه سپاره چې یو یې د انقلابي ګارډ قومندان او بل یې پېلوټ و، مړه شوي دي.
تر اوسه د چورلکې د سقوط اصلي لامل نه دی روښانه شوی.