اسلام اباد ته د چین لیک؛ پاکستان کې د چینايي وګړو امنیت موږ ته وسپارئ

اسلام اباد ته د چین لیک؛ پاکستان کې د چینايي وګړو امنیت موږ ته وسپارئ سیمه
انځور: د پاکستان کراچۍ ښار کې پر چینایي وګړو برید

پاکستان کې په پرلپسې ډول پر چينايي وګړو هدفي بریدونو، لسګونو چینایانو ته مرګ ژوبله اړولې، د دغې هدفي بریدونو تر ټولو وروستی هغه یې کراچۍ ښار کې وشو.

 

چین همدې برید ته په غبرګون ویلي، پاکستان دې اجازه ورکړي، څو چینايي ځواکونه پاکستان کې مېشت او د خپلو وګړو امنیت وساتي.

 

د چین دا غوښتنه د پاکستان پر استخباراتي، امنیتي او نظامي ادارو د بیجنګ بې باوري ثابته وي.

رویټرز خبري اژانس د خپلو باخبره سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې چین د پاکستان له حکومت غوښتي چې د دواړو هېوادونو امنیتي ځواکونه د اطلاعاتو په تبادله کې مرسته وکړي.

 

رويټرز ویلي، په دې اړه چین پاکستاني چارواکو ته په لیکلې بڼه خپل وړاندیزونه لېږلي او د څېړنې په حال دی، خو پاکستان د دې وړاندیزونو له ځینو برخو سره مخالفت کړی دی.

 

چین په وار وار پاکستان کې په خپلو وګړو د بریدونو په زیاتیدو اندېښنه ښودلې او له اسلام اباد یې غوښتي، چې پاکستان کې دې د چیني وګړو د لا زیات امنیت لپاره تدابیر زیات کړي.

 

خو د سیاسي شنونکو په باور، پاکستان کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې د خرابۍ په حال کې دی، چې اسلام اباد یې په مهار کې پاتې راغلی دی.

تړلي موضوعات