لاهور نور د اوسېدو نه دی؛ هره ورځ ۷۰ زره کسان روغتون کې بستریږي
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان لاهور ښار کې د وژونکې ککړې هوا له کبله هره ورځ لسګونه زره کسان د تنفسي ناروغیو له کبله روغتونونو ته وړل کېږي.
د دې ښار روغتیا برخې مسؤلین وايي، چې لاهور کې د ککړې هوا له کبله هره ورځ ۷۰ زره کسان روغتونونو کې بسترېږي.
لاهور کې ډاکټرانو د ښار حالت د کویډ ۱۹ یا کرونا په پرتله زیات خطرناک بللی دی.
لاهور کې د جناح روغتون مسئولینو له رسینو سره په خبرو کې ویلي، دې ښار کې روغتونو ته ور وړونکي ټول ناروغان د ستوني او سینې له ناروغیو کړېږي او دا حالت ورځ تر بلې زیاتېدونکی دی.
د پاکستان حکومت بیا لاهور ښار کې بېړنی روغتیايي حالت اعلان کړی او ښوونځي دولتي ادارې یې رخصت کړي دي.
یاده دې وي، چې څو ورځې وړاندې د پاکستان لاهور ښار د نړۍ په کچه له چټلو ښارونو څخه وبلل شو د راپورونو له مخې هلته اوس د هوا ککړتیا درجه ۱۰۶۸ ته رسېدلې ده.